IQNA

د جرمنی د كورنيو چارو وزير: په برلن كې د اسلامی كانفرنس نتيجې مثبت دی

17:21 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2310424
نړيواله ډله: د جرمنی كورنيو چارو وزير ښاغلی فریډرك هنس پیټرپه برلن كې تر سره شوی د اووم اسلامی كانفرنس په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پريس ټی وی یې نقلوی چې د جرمنی كورنيو چارو وزير ښاغلی فریډرك هنس پیټر خبريالانو سره په خبرو كې وويل چې په جرمنې كې ميشته 40 لاكهه مسلمانانو ته دا كانفرنس په جرمنی كې د اوسيدو لارښونه كوی.
د جرمنی كورنيو چارو وزير ښاغلی فریډرك هنس پیټر زياته كړه چې په كانفرنس كې ګډؤن كونكو په ګډه رايه غير انسانی او غيراخلاقی اقداماتو لكه جبر، وادونه ، په كورو كې ظلمونه او وهل ټكول، یې غير مذهبی كارونه وبلل.
د ويلو ده چې د جرمنی كورنيو چارو وزير ښاغلی فریډرك هنس پیټر د تير كال د كانفرنس د تر سره كيدو په وخت ويلی وو چې اسلام جرمنی سره هیڅ تعلق نه لری. خو له اوسنی بيان یې دا څرګندیږی چې هغه د اسلام په اړه خپل دریځ بدل كړې دی.
990866
captcha