د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپا نيوز یې نقلوی چې د سپاه پاسداران د هوا فضا د كوماندان سردار جنرال امير علی حاجی زاده له پرونيو خبرو وروسته چې د امريكا د جاسوسی بې پايلټه الوتكې كوډ یې پرانستی دی د صهيونسټ رژيم يروشلم پوسټ ورځپاڼې وليكل چې ايران د دغه الوتكې د ماډل جوړلو پيل كړې دی.
ورځپاڼې ليكلې دی چې ايران د دهغو معلوماتو له مخې چې له دغه الوتكې یې لاسته راوړې دی بله الوتكه جوړوی.
رویټرز خبری اژآنس هم په ايران كې د امريكا د جاسوسی الوتكې د كوډ پرانستلو ته دانعكاس په وركولو سره په هغو خبرو غبرګون ښودلی دی چې د امريكا مقاماتو ويلې وو ايرانی متخصصان د دغه الوتكې د كوډ د پرانستلو اود اطلاعاتو د لاسته راوړلو طاقت نه لری. ګارډين ورځپاڼې او فاكس نيوز چينل او اسوشیټډ پريس هم دغه خبر ته انعكاس وركړی دی.
د امريكا بې پايلټه جاسوسی الوتكه د دوه زره يوولسم كال د دسمبر په څلورمه نیټه د اسلامی ايران د هوايی الكترونيكی جنګ د يونټونو له خوا په ډير كم تاوان سره په ا يران كې راكوزه كړه.
د انقلاب د ساتندويه ځواكونو د هوا فضآء قوماندان سردار امير علی حاجی زاده رسنيو ته وويل چې ايرانی متخصصانو د امريكايی جاسوسی الوتكې ډيرو برخو او پروګرامونو ته لاس رسئ موندلئ دئ .
حاجی زاده زياته كړه له دې آر كيو ۱۷۰ ډوله پرمختللې جاسوسی الوتكې لومړنۍ تر لاسه شوې مالومات ښيی چې دا الوتكه د ۲۰۱۰ م كال په اكتوبر او ديسامبر مياشتو كې د فنی ستونځو له امله د امريكا كلفورنيا او لاسنجلس ښارونومته وړل شوې او بيرته قندهار ته را وړل شوې ده . په مالوماتو كې راغلی د ې الوتكې د اسامه بن لادن له وژل كيدو دوې اونۍ وړاندې د هغې سيمې د پاسه الوت درلود چې اسامه په كې ژوند كاوه .
ايرانی متخصصانو د تير كال په دسمبر كې د امريكا د استخباراتی شبكې سی ای اې يوه اړونده پرمختللې جاسوسی الوتكه په خپل اختيار كې واخيسته او په ځمكه ېې را كوزه كړه .
991857