د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی احمدی نژاد د دې دوو ملتونو په منځ كې د اختلاف اچولو لپاره د نړيوال استكبار صهيونيستی رژيم او امريكا دسيسې ناكامې شوې دی .
احمدې نژاد په ډاګه كړه د دواړو هيوادونو په سياسی ؤ، اقتصادی ؤ او كلتوری ملګرتيا كې هیڅ كوم خنډ شتون نه لءی او د دواړو هيوادو مسئولين به په نږدې راتلونكې كې دا هيوادونه د ځواك او قدرت اوج ته ورسوی .
المالكی هم په دې ليدنه كې په ګډه ملګرتيا په يتنګار سره وويل دواړه هيوادونه به د يو بل له تجربو او توانمنيو په ګټې اخيستنې سره د پرمختګ او ودې په لور چټك ګامونه واخلی .
نوری المالكی د اسلامی شورا له مشر ډاكتر علی لاريجانی سره په كتنه كې هم د سيمې بدلونونو ته په اشارې سره څرګنده كړه بغداد په سيمه كې د آرامښت او ټيكاو را منځته كولو په موخه سورېې ته د كافی فرصت وركولو غوښتنه كوی .
ښاغلی لاريجانی هم له بهرنۍ مداخلې پرته د سورېې د بحران په حل ټينګار وكړ .
991642