IQNA

د اسلامی كلتور او ارتباطانو د تنظيم په غونډه كښې په مېنځنی ختیځ كښې اسلامی – مسيحی ګډې زمينې څیړل كیږی

22:31 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311111
د علم او تفكر ډله: ((په مېنځنی ختیځ كښې د اسلامی – مسيحی ګډو زمينو څېړنه)) تر عنوان لاندې د جرمنی د دينی مشرانو او متفكرانو دينی غونډه نن د غوی د مياشتې په څلورمه نېټه د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د دينونو او تمدنونو د خبراترو د مركز لخوا د دغه تنظيم په دفتر كښې كیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې په دغه غونډه كښې د دغه تنظيم څېړنې او زدكړې مرستيال محمد رضا دهشيری، ايت الله سيد مصطفی محقق داماد، حجت الاسلام محمد مسجد جامع او ايت اللهې وېناوې كوی.
په دغه غونډه كښې له ګډون كوونكو جرمن متفكرانو څخه د پادری باربارا ابرهارډټ، ډاكټر ورنړ هاوسمېن، پادری ايو هابر، ډاكټر رينر اوچلسلين، پادری ټوماس پرال او مېرمن سوزان اوډين)) نومونو ته اشاره كولې شو.
د ويلو ده چې د ايران د آشوريانو له خوا هم يوناټن بټ كليا، پادری مارنرسای بنيامين او پادری نينوس مقدس نيا په دغه غونډه كښې ګډون كوی.
991835
captcha