IQNA

په بوسنيا هرزی ګوينه كښې د مېكرو فېلم په صورت كښې قرانی نسخه خپره شوه

22:31 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311117
نړيواله ډله:د بوسنيا هرزی ګوينه د پائېتخت سارايوو اوسېدونكی محمد موشېچ په يو ابتكاری اقدام كښې د قران شريف ټول سورتونه په ډېر لوړ كېفيت سره په ٣٥ ملی مېټرو مېكرو فېلم كښې خپارۀ كړل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د «haber7» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ دغه مسلمان ښاريز چې په بوسنيا كښې د بجلۍ د انجنئر په توګه په فعاليت بوخت دی له دغه كار څخه د خپلې انګېزې په اړه وويل: كلونه كلونه مخكښې په كتابتون كښې د خپل كار په دوران كښې مې د انجيل يوه نسخه ترسترګو شوه چې په مېكرو فېلم كښې خپره شوې وه او ډېره په زړۀ پورې وه. ما هم له دغه انجيل څخه په الهام اخېستو سره كوشش وكړ چې د كلام الله مجيد ټول سورتونه د يو ٣٥ ملی میټری مېكرو فېلم په قالب كښې خپارۀ كړم.
هغۀ زياته كړه وړومبې مې د قران شريف ټول مخونه د يو بل ترڅنګه راوستل او وړومبنۍ نسخه مې جوړه كړه. بيا مې دغه مخونه په بشپړه صورت كښې بدل كړل او وروستۍ نسخه په ٥٤٤ مخونو كښې په يو ٣٥ ملی میټری مېكرو فېلم كښې خپره شوه.
991776
captcha