د لبنان چاپ السفير ورځپاڼې په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د مصر حكومت په دې اقدام كښې چې په دغه هېواد كښې د جنورۍ د ٢٥ نېټې له انقلاب نه وروسته د سياسی بدلونونو د اندازې بيانوونكے دے په يو اړخيزه توګه اسرائيلو ته د ګېس د صادرېدو تړون لغو كړ.
په همدې لړ كښې د مصر د ګېس د صادرولو مشهور شركت «EGAS» لخوا يوه رسمې ابلاغيه په اسرائيلو كښې درامدكوونكی شركت «EMG» ته ولېږله او پكښې یې اسرائيلو ته د ګېس د صادرېدو موافقه ليك يو اړخيزه توګه لغوكول ابلاغ شو.
د مصر د حكومت دې اقدام د اسرائيلی چارواكو قهر راپارولې دے او تل ابيب نۀ يوازې له اقتصادی نظره بلكې له سياسی نظره هم د دغې مسئلې په اړه خپله اندېښنه څرګنده كړې ده.
صهيونېسټی ((يديعوت اخرنوت)) ورځپانې په دې باره كښې رپوټ وركړ: صهيونېسټ رژيم عقيده لری، اسرائيلو ته د ګېس د صادرولو د تړون لغو كېدل د كړكېچ بيانوونكی نۀ دی بلكې د اسرائيلو د نجی شركت او په مصر كښې د سركاری شركتونو ترمنېځ اخلافاتو ته ګرځی.
د يادونې ده چې په ٢٠٠٥ كال كښې په يوه موافقه كښې چې د مصر او اسرائيلو ترمېنځ ترسره شو، مصر ژمنه وكړه چې په راتلونكو شلو كلونو كښې به اسرائيلو ته اوۀ ميليارډ مكعب میټر طبيعی ګېس صادر كړی.
991715