IQNA

د عراق په ناصريه كې د بی بی زهرا د شهادت په مناسبت مذهبی فيسټيوال تر سره كیږی

22:36 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2311962
نړيواله ډله: د عراق د ناصريه ښار د الامامين الكاظمين عليهما السلام موسسې لخوا د اپريل په 26 نیټې د بی بی زهرا د شهادت په مناسبت لومړۍ كليز مذهبی فيسټيوال تر سره كیږی
د عراق د ناصريه ښار د دارلقران سنټر مشر رعد عدنان شذرالناصری د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركې كې د دې خبر په بيانولو سره وويل چې په ناصرېه كې د الامامين الكاظمين موسسې څانګې د سيده نساء العالمين د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله ګرانې لور بی بی فاطمه زهرا د شهادت په مناسبت د ناصريه په ستر كلتوری هال كې مذهبی فيسټيوال د تر سره كولو فيصله كړې ده چې عنوان یې ((د فاطمه زهرا له استقامته تر شهيد سيد محمد باقر صدر استقامت پورې)) دی.
عدنان زياته كړه چې د دې مذهبی فيسټيوال پيل به د زيارت په ورځ د اپريل په 26 نیټې د ځای وخت په مطابق سهار نهه بجې كیږی.

991797
captcha