IQNA

19:19 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2311968

په قاهرې كې د جوماتونو امامانو په " اسلامی امت كې وحدت رول" په عنوان سره كانفرنس پيل كړ

نړيواله ډله: د مصر په پلازمينې قاهرې كې د الازهر اسلامی سنټر كې وړمه ورځ د جوماتونو امامانو په " اسلامی امت كې وحدت رول" په عنوان سره كانفرنس پيل كړ.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې د جوماتونو د امامانو او مبلغانو انجمن دا لومړۍ كليز كانفرنس دی چې تيره ورځ د شيخ الازهر احمد الطيب په څارنې كې شورو شو.
د ويلو ده چې ددې دوه ورځنۍ كانفرنس هدف د جوماتونو د امامانو او مبلغانو د فعاليتونو حمايت كول دی دا ډول كانفرنسونه د هيواد او د قوم د اتحاد او يووالې په لور يو اساسی ګام دی.
991439
captcha