IQNA

فلسفی او مكتبی اصول، اخلاق او فقه له نورو مكتبونو سره د اسلامی اقتصادو الګوئی تفاوت اصلی درې اركان دی

19:20 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2311969
نړيواله ټولنه: د اقتصادی بېلګو د تفاوت جرړه فلسفی او مكتبی اصولو ته ګرځی او له دې امله چې د اسلامی اقتصادی نظام چلندونه د اخلاقو او فقهې په چوكاټ كښې وينی د اسلام د اقتصادی نظام په معرفی كولو كښې وړومبې پكار دی په دغه نظام باندې واكمنو د فلسفې او نړۍ ته د كتنې اصولو ته او بيا اقتصادی فقهې او اخلاقو ته پاملرنه وشی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په اسلامی اقتصادو كښې د نظريه پردازۍ د نظریې د غونډو د لړۍ وړومبۍ غونډه ((د قران له نظره اقتصادی نظام)) تر عنوان لاندې د پرمختګ د اسلامی – ايرانی بېلګې د عالی شورا غړی او د اسلامی كلتور او تفكر د څېړنځيد علمی پلاوی غړی حجت الاسلام والمسلمين سيد حسن مير معزی په موجودګۍ كښې پرون د ګل په ورځ د غوئی د مياشتې په څلورمه نېټه د هېواد د قرانی فعاليتونو د تنظيم د كانفرنسونو په هال كښې وشوه.
د دغه رپوټ له مخې حجت الاسلام مير معزی د خپلې وېنا په ابتداء كښې د اسلامی د اقتصادی نظام په اړه وويل: وړومبنۍ سريزه له اقتصادی نظام سره په ارتباط كښې له قران شريف څخه د استفادې روش ته ګرځی او په دويمه سريزه كښې د اقتصادی نظام له تعريف او د هغۀ د اجرا له بيانولو سره مربوطیږی او له دې وروسته دوه سريزې دی چې پكار دی د بحث په اصل او متن يعنې د اسلامی اقتصادی نظام په نسبت د قران شريف په استنباط باندې لاس پورې شی.
هغۀ د وړومبنۍ سريزې په بيانولو كښې د قران شريف د تفسير مختلفو طريقو ته له يوې لنډې كتنې وروسته وويل: له اسلامی اقتصادی نظام سره په ارتباط كښې د تفسير طريقه د موضوعی تفسير طريقه ده چې پكښې د اقتصادی نظام مفهوم او د هغۀ مشخصات په قران شريف كښې نۀ دی راغلی بلكې هغه د مروج علم له ډګرونو څخه اخلو او قران شريف ته ېې وړاندې كوو چې د هغوی په باره كښې د قران شريف نظر استنباط او وڅېړو.
هغۀ د اقتصادی نظام په تعريف كښې وويل: اقتصادی نظام په دريو ډګرونو يعنې توليد، تقسيم او استعمال كښې د اقتصادی چلندونو او روابطو له مجموعې څخه عبارت دے چې په سازګاره او غږمله توګه په خپلو كښې د اقتصادی امنيت، ودې او عدالت په شان ټاكليو اهدافو په صورت كښې غږمله كیږی.

992350

captcha