IQNA

د سری لنكا د مذهبی مشرانو د مذهبی ځايونو په ورانولو اعتراض وكړ

22:36 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2311986
سياسی او ټولنيزه ډله: د سری لنكا په دمبولا ښار كې وړمه ورځ د جوماتونو امامانو ، عيسايانو او د بده مت پادريانو د مذهبی ځايونو په ورانولو احتجاج وكړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا احتجاج د دې سيمې د حكومتی چارواكو په خلاف ؤ چې هغو د ځينو جوماتونو او دهندوانو ځينو مندرونو د غورځولو حكم وركړی ؤ.
البته د سرچينې وایې چې دا جوماتونه او مندرونه په دې سېمې كې په غير قانونی توګه جوړ شوی دی مظاهر چيانو د دې ځايونو دغورځولو حكم د منسوخولو غوښتنه وكړه.
د ويلو ده چې په سری لنكا كې مسلمانان ، عيسايان او هندوان په ډيرې ورورولۍ سره ژوند تيروی.
991258
captcha