د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «lepoint» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د عفوې د نړيوال تنظيم په رپوټ كښې د يورپی اتحادیې په غړيو هېوادونو كښې له اسلام څخه د ويرونې ودې ته په اشارې سره په بلجيم، فرانس او هالېنډكښې د مسلمانانو په خلاف د اسلامی ضدو او له امتيازی سلوك نه د ډكو اقداماتو په زياتوالی باندې سخته نيوكه شوې ده.
د دغه رپوټ په يوه برخه كښې راغلی دی: په يورپی ملكونو كښې په سياسی اهدافو سهر له مسلمانانو څخه د ويرونې د ښكارندې ترويج او مخكښې فېصله كول رواج لری او يورپی چارواكی د مسلمانانو په خلاف يو لړ قوانينو په تصويبولو سره دغو چارو ته لمن وهی.
همدارنګ د عفوې نړيوال تنظيم په يو بل جدا رپوټ كښې چې پرون د غوئی دمياشتې په څلورمه نېټه خپور شو په بحرېن كښې د بشری حقوقو له حالت څخه هم خپله اندېښنه اعلان كړه.
په دغه بيانيه كې د عفوې نړيوال تنظيم د عبدالهادی الخواجه او شلو نورو سياسی فعالانو د بيا نظر كونې د محكمې د غوئی د مياشتې يولسمې نېټې ته په ځنډولو باندې په نيوكې سره د بحرېن چارواكی په تناقض وېنې باندې تورن كړل.
د يادونې ده چې الخواجه د بحرېن د شيعه مسلمانانو د اكثريت تر مشرۍ لاندې په احتجاجونو كښې د كردار د ادا كولو په سبب په عمر قېد باندې محكوم شوے او په اوس حال كښې د لوګتړ ( بهوك هړتال) په وجه په نامناسبه جسمی حالت سره مخامخ دے.
992872