IQNA

عباس فاموری:د حوزې او پوهنتون نزدېكت يوه خداے خوښونكې چاره او ستر عبادت دے

22:37 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2312011
د فكر او علم ډله: په لاهور كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر د لوړو زدكړو د موسسې او اسلامی مركز ((صفا)) له مشر سره په كتنه كښې وويل: د پوهنتونونو او علميه مدرسو نزدېكت يوه خداے ته خوښه چاره او لوے عبادت دے.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم دڅانګې د رپوټ له مخې د پاكستان د لوړو زدكړو د موسسې او صفا نومې اسلامی مركز مشر محمد امين د غوئی د مياشتې په دويمه نېټه د ايران د اسلامی جمهوريت په كلتوری مركز كښې په لاهور كې د دغه مركز له مشر ډاكټر عباس فاموری سره ليدل كتل وكړل.
محمد امين په دغه كتنه كښې وويل: د زدكړو او كلتوری مركزونو او درسی موادو كښې د التقاطی او لويدیځی افكارو نفوذ او تاثير او د علميه مدرسو او پوهنتونی مركزونو ترمېنځ د نزديكت لپاره مونږ د صفا نومې اسلامی مركز بنياد كېښود.
محمد امين د اسلامی ثقافت او ارزښتونو په ژوندی كولو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت بې مثاله كردار په يادولو سره وويل: د لوړو زدكړو موسسه او اسلامی مركز ((صفا)) په نظر كښې لری چې د ايران د كلتوری مركز په همكارۍ او مشاركت سره په ټولنه كښې د اسلامی تعليماتو د پراختيا لپاره د پاكستان د پوهنتونونو د انسانی علومو متنونو ته بيا كتنه وشی او محصيلين له اسلامی تعليماتو سره لازيات اشنا كړو
ډاكټر عباس فاموری هم ګډو ثقافتی انګېزو ته په اشارې سهر وويل: د لويدیځ له اومانيسټی علومو او ثقافت سره مقاله د ايران او پاكستان دواړو دوستانو ا و وروڼو هېوادونو ګډه انګېزه ده.
992776

captcha