IQNA

د اسلام د ګران پيغمبر د زړه ټوټې بی بی فاطمة الزهراء د شهادت د كليزې په مناسب تاسو ټولو ته تسليت وايوو

10:00 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312143
ټولنيزه ډله: له ننه ۱۴۲۲ كاله پخوا په همداسې ورځ د اسلام د ګران پيغمبر ګرانه لور حضرت فاطمة الزهرا سلام الله عليها د خپل پلار پيغمبراكرم حضرت محمد مصطفی (ص) له رحلته ډير لږ ژوند وروسته له نړۍ سترګې پټې كړې.
په دې مناسبت د (ايكنا) ټول كاركونكی بيا په تيره د پښتو ژباړونكو لخوا خپلو پښتنو وروڼو او د اهل بيت عليهم السلام ټولو مينه والو ته د زړهّ له كومې تسليت وائی:
په دينی عقايدو اوغوره اخلاقو كې د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله عليها اغيزمنې او ښكلی خبرې يوه داسې خزانه ده چې د قرآن په آيتونو پسولل شوې ده. د هغه وخت ټولنيزو او سياسی مسئلو ته د فاطمه بی بی ژوره كتنه د قرآن له معارفو راپورته شوی نظر ؤ چې هغه له ظلم ، كړاؤ، فساد او توپير سره مبارزې ته بولی
د ديارلسم هيجری قمری كال د څلورمې خور يا جمادی الثانی د مياشتې دريمه نیټه يعنی د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له رحلته څه د پاسه درې مياشتې تيريدې. داسې ورځې چې د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... عليها لپاره له ډيرو سختيو او كړاؤنو سره يو ځای وې.
يوه ّ پلوهّ د اسلام د ګران پيغمبر د رحلت غم او له بل پلوه د هغه وخت د خلكو د يوې ډلې ظلم او كړاؤ هغه بی بی تر دې حده وكړوله چې د ناروغۍ په بسترې پريوته فاطمه بی بی د خپل ژوند وروستۍ شيبې تيرولې او يوازې يوه شی هغې ته تسلی او كرار وركاوهّ او هغه د پيغمبر اكرم هغه ژمنه وه چې د رحلت په وخت ئې هغې ته فرمائلی وو. خوږې لورې، له ما وروسته به ته د ما د كورنۍ لومړنۍ غړې وې چې له ما سره به يو ځای شې:.
دغه شيبې د امام علی او د فاطمه بی بی د بچيانو لپاره ډيرې سختې تيريدې. امام علی غريوّ نيولی ؤ(ډير خپه ؤ) هغه يوه داسې لويه بی بی له لاسه وركوله چې د ژوند شيبې ئې د علم ،ايمان او صبر په زيور ښكلې وې . امام علی له خپلې هغې وفادارې ماندنې جدا كيدهّ چې كله ئې د هغې مخ ته كتل، نو د دنيا غم به ئې هيراوهّ . هغه دا چې د فاطمة الزهرا وروستۍ كتنې ئې په دقت سره تعقيبولې. پوهيدهّ چې له دې وروسته به د فاطمه بی بی نورانی سترګې ونه وينی څو د هغه زړهّ ته تسلی او ډاډ وركړی.
د حضرت فاطمه بی بی غږ چپتيا ماته كړه اووې ويل،علی جان، پوه شه چې تر څونورو شيبو پورې به زه د تاسو په مينځ كې نه وم . دخدای په آمانئ وخت راورسيد.زما خبرې واوره ،زه ګواهی وركوم چې له واحد خدايه پرته بل خدای نشته او محمد دخدای بنده اوپيغمبر دی ،بشهت حق دی او دجهنم اوور حق دی .دقيامت ورځ به راورسیږی .تاته وصیّت كوم چې زماله رحلته وروسته ماته دشپې مهال غسل راكړه اوپه شپې مو خاوروته وسپاره او هیڅوك مه خبروه .بيا مو سرته او مخامخ كیښنه او قرآن ولوله اودعا وكړه .تا په خدای سپارم او پرخپلو بچيانو تر قيامته درود اوسلام استوم. ؛.
:، سلام وی پرتا ائ فاطمه بی بی ،سلام وی پرتا ائ د دواړو جهانونودميرمنو سردارې بی بی ،سلام وی پرتا ائ هغې لوئې بی بی چې په تل پاتې او پاك سيرت سره دې دميرمنې پنځيدا ته معنا وركړه . د تا پر آسمانی او لوړ مقام درود اوسلام استوو:.
دوستانو د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... عليها د شهادت د كليزې په مناسبت داهل بيت عليهم السلام ټولو مينه والو ته د زړهّ له قومې تسليت وړاندې كوو
دوستانو دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا... عليها فضايل او امتيازونه يوازې داسلام له پيغمبر سره دهغې بی بی د اړوندوالی په علت نه دی . هغه څه چې دغه پاكه بی بی ئې د احترام او عظمت لپاره غوره كړې ، لوړ اخلاقی اوروحی سيرت دی . دحضرت زهرا سلام ا... عليها د شخصيت په رامينځته كيدا كې د قرآن لوړ معارف او دخدای درسول او دهغې بی بی دپلار تعليماتو پكې هدايت كونكی او چورليزی رول درلود. له دې مخكې چې ددغه رول بيانولو ته مخه كړو، ضروری ده يادونه وكړو چې د حضرت فاطمةالزهرا د زیږيدا په وخت پرپيغمبر دكوثر سورې آيتونه نازل شول او خدای پاك دغه زوكړه د: خيركثير: په توګه دپيغمبر لپاره ياد كړه . همداراز د احزاب سورې په ۳۳ آيت كې خدای وندمتعال دپيغمبر اكرم داهل بيت عليهم السلام طهارت اوپآكۍ ته اشاره كوی . روايت شوی دی چې پيغمبر اكرم ددغوآيتونوله نازيليدا وروسته ترډيرې مودې پورې كله دلمانځه لپاره جومات ته روانيدهّ، د فاطمه د كور دروازې ته به ورتهّ او داسې به ئې فرمائل ؛، ائ اهل بيتو د لمانځه وخت دی :. او له دې وروسته به ئې د احزاب سورې ۳۳ آيت تلاؤت كاوهّ
إِنَّمَا یُرِيدُ اللَّهُ لِیُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیْتِ وَیُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا
له قرآن پاك سره مينه د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله عليها په سيرت كې يوه څرګنده ځانګړنه ده .فاطمه بی بی دقرآن دمعارفو له سمندره څوګران بيه ملغلرې رااوچتې كړې او خپل روح او باطن ئې ورسره ښكلی كړ . هغې بی بی پخپلې لومړنۍ خطبې كې چې د اسلام دګران پيغمبر له رحلته وروسته ئې په جومات كې ولوسته ، ددې ټكی يادونه وكړه چې قرآن دپيغمبر يوپاتې شوی او دخدای او خلكو ترمينځ ژمنه ده او وې فرمائل :،خدای دتاسو ترميينّځ يوه داسې ژمنه اوتړون لری چې له دې مخكې تاسو ته ويل شوی او يوداسې يادګار لری چې دتاسو لپاره پاتې دی :. حضرت فاطمه بی بی په يوه بل تعبير خلكو ته يادونه كوی چې په قرآن كې هیڅ باطل او دحقيقت خلاف شی نشته . نور ئې هراړخيز دی او نورو ته رڼا ډالۍ كوی . ددغه كتاب دليلونه اوحجتونه په دې ډول دی چې ټول ورځينې استفاده كولی شی او هرڅوك دخپل عقل اوفهم تر اندازه ترې پوهه اخلی . دغه پاكه بی بی د قرآن دعظمت په بيانولو كې فرمائی :، دغه كتاب دومره عظمت لری چې كه څوك په حقيقت كې د قرآن پيروكار وی او دهغه په دستوراتو عمل وكړی نو دكمال او لويوالی هغې درجې ته رسیږی چې نور ورسره رشك كوی. حضرت فاطمه بی بی په يو ې بلې وينا كې قرآن پاك دالهی احكامو او معارفو سرچينه ګڼی.
د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله عليها له نظره قرآن ته توجه او پام د عمل كولو او پوهيدا لپاره دی. لكه څنګه چې فرمائی :،كه يومسلمان دقرآن پيروكارشی ، نونيكمرغه به شی او وبه ژغورل شی ؛. په همدې دليل ده چې حضرت فاطمه بی بی د اسلام دګران پيغمبر له رحلته وروسته په پیښو كې د مسلمانانو ترمينځ داختلاف دمخنيوی لپاره دقرآن د چورليزی رول يادونه وكړه او وې فرمائل :، ولې بې لارې كیږئ ،په داسې حال كې چې دخدای كتاب دتاسو ترمينځ شته دی ؟ دهغه مطلبونه روښانه او احكام ئې ځلانده دی . د هغه دهدايت نښې نښانې ښكاره او خبرداری ئې هم واضح دی . آيا له قرآن سره مينه او ګروهنه لرئ؟ او له قرآن پرته په بل قضاوت كوئ؟
حضر ت فاطمةالزهرا سلام ا... عليها په كردار او خبرو كې دقرآن پردرنښت سربيره پخپله هم په عمل كې ددغه الهی كتاب دلوړ معارف يوه بيلګه وه . هغې بزرګوارې له ماشوموالی د وحی په كوركې له قرآن سره مينه پيدا كړه .كله چې ئې پلار بزرګوار دوحی آيتونه تلاوت كول ،نو هغې بزرګوارې بی بی ورته په ډير دقت سره غوږ كیښودهّ . له قرآن پاك سره دفاطمه بی بی مينه او عشق تردې حده ؤ چې د وفات په وخت خپل خاوند علی ته وصيت كوی څو دهغې له شهادته وروسته دهغې لپاره هرڅومره چې كولی شی قرآن ولولی .
حضرت فاطمه بی بی خپل بچيان له قرآنه په الهام سره تربيت كړل . سلمان فارسی روايت كوی چې يوه ورځ دخدای رسول زه د يوه كار لپاره دفاطمه بی بی كورته ولیږلم .كله كورته ورسيدم ،نو اجازه مووغوښته او كورته داخل شوم . په دغه وخت كې مې فاطمه وليدله چې وربشې ئې وړهّ كولې ،خو وروورو ئې دقرآن تلاوت هم زمزمه كاوهّ . په يوه بل روايت كې راغلی دی چې يوه ورځ امام علی كورته داخل شو او وائ وريدل چې فاطمه بی بی هغه آيتونه چې تازه پر پيغمبر نازل شوی وو تلاوت كوی . امام علی په حيرانتياسره وپوښتل :، له دغوآيتونو څرنګه خبره شوې ؟ فاطمه بی بی ځواب وركړ :، زما زوی حسن نن زما په پلار نازل شوی آيتونه راته ولوستل ؛.
دغې لوئې بی بی حتی خپله وينځه فضه ّ هم له قرآن سره دومره ګروهمنه كړې وه چې هغې له نورو سره دقرآن له آيتونو پرته نوره خبرې نه كولې .
د غوره اخلاقو او دينی عقايدو په بيانولو كې د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... عليها اغيزمنې او ښكلې خبرې يوه داسې خزانه ده چې په قرآنی آيتونو پسولل شوې ده .فاطمه بی بی قرآنی ارزښتونه يوازې پر ژبې نه راوړل بلكې دقرآن پر حقايقو د ټولنې د واقيعيتونوپه اساس ئې دا دنده او ضرورت احساس كړ چې له ناسموكارونو او رودوسره مخالفت ته پورته شی . دهغه پړاؤ ټولنیېزواوسياسی مسئلوته دفاطمه بی بی ژوره كتنه د قرآن له معارفوراپورته شوی نظر ؤچې هغه بزرګواره بی بی ئې له ظلم او كړاؤ اوفساد اوتوپير سره مبارزې ته بلله .حضرت فاطمه بی بی په ډير ښه ډول پخپلو پندونو،خبرو ،اوچلند كې معنوی او اخلاقی ارزښتونوته ځلا بخښله .. هغه پوهيدله چې په ژوند كې نيكمرغی او تقوا به هاله دايمی اوثابته پاتې شی چې تل پاتې آيئډيالونه ولرل شی او هیڅكله له موقتی او ظاهری چارو سره په اړونده كارونو پسې نشی . هغه حقيقت چې دقرآن آيتونه ټول له هغو دعبرت درس اخستو ته بولی او هغه دا دی لكه چې دقرآن په اعلی سورې څوارلسم آيت كې هم راغلی دی :، قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّى:،
په يقين سره څوك چې پاك شو (دخپل نفس تزكيه ئې وكړه ) وژغورل شو :.
دغه قرآنی فكر سبب شوی ؤ چې فاطمه بی بی ژغورل كيدا يوازې له الهی ارزښتونو په استفادې كې ګڼی او په ټول وجود سره ئې دغه باور ترلاسه كړ. له دې امله دغې پاكه بی بی هیڅكله خپل عظمت ،عزت او حقيقت دژوند په ښكلاؤ كې چې حتمی فنا كيدا او لږ ه بيه لری ،نه ګڼله دوی پخپل ژور فكر سره خورا غوره شيان دپروردګار په نزد لټوی . دغه نظر له دغه قرآنی تفكره راپورته شوی ؤ چې دقرآن د كهف سورې په ۴۶ آيت كې راغلی دی
الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَالْبَاقِیَاتُ الصَّالِحَاتُ خَیْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَیْرٌ أَمَلًا
؛، مال او بچيان ددنيا دژوند ښكلاده او باقيات وصالحات(غوره او تل پاتې ارزښتونه ) ثواب ئې دتاد پروردګار په نزد غوره اوهيله منونكی دی
او داسې وه چې حضرت فاطمةالزهرادخپل ژوند شيبه شيبه دخدای په بندګۍ ښكلی كړې او له دغې بندګۍ ئې ډير معنوی خوندواخست.
دوستانو دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا...عليها د شهادت د كليزې په مناسبت د تسليت په بيا ويلو سره د هغې بزرګوارې بی بی يوه غوره وينا درته وړاندې كوو هغه بی بی فرمائی:،
بی شكه خداوند متعال ايمان له شركه د تاسو د پاكۍ سبب، لمونځ له كبره د تاسو د ژغوريدا او زكواة د نفس د پاكۍ او د روزۍ د زياتيدا او روژه د اخلاص او تل پاتې كيدا او د ساتنې سبب ګرځولې ده.
992708
captcha