IQNA

16:22 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312208

په فرانسه كښې د اسلام د موضوع په سياسی كولو باندې د پيرس د ستر جومات د مشر نيوكه

بين المللی ډله: د پيرس د اسلامی مركز او مسجد رئيس دليل بوبكر د يوې بيانیې په صادرولو سره د فرانسې په انتخاباتی بحثونو كښې د اسلام په مبين دين او مسلمانانو پورې د اړوندو موضوعاتو په داخلولو باندې سخته نيوكه وكړه.

د «atlasinfo»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې د يو كانديد د حمايت لپاره مسلمانو ښاريزو ته د فرانسې د جماعت د ځينو امامانو د بلنې نه وروسته د پيرس ستر مسجد په دغه كار باندې د نيوكې په ترڅ كښې په تبليغی كمیټو باندې د جوماتونو بدليدل او د اسلام له مبين دين څخه اوزاری استفاده كول وغندل.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې ټينګار شوے دے: هر ښاريز چې په هر دين او عقيده وی، په خپل سياسی انتخاب كښې پكار دی آزادانه عمل وكړی، خو په دې دوره كښې مو په ډيرې خواشينۍ سره وليدل چې اسلامی تنظيمونه او د جوماتونو امامان سياسی بحثونو ته داخل شوی دی او په خپله خوښه يا ناخوښه توګه په فرانسه كښې د اسلام د سياسی كولو لپاره موقعيت برابروی.
د وئيلو ده چې د فرانسې د جوماتونو ځينو امامانو د تيرې اونۍ د جمعې په خطبو كښې د دغه هيواد مسلمانان د ((فرانسوآ اولانډ)) حمايت ته رابللی وو. 992992
captcha