د «atlasinfo»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې د يو كانديد د حمايت لپاره مسلمانو ښاريزو ته د فرانسې د جماعت د ځينو امامانو د بلنې نه وروسته د پيرس ستر مسجد په دغه كار باندې د نيوكې په ترڅ كښې په تبليغی كمیټو باندې د جوماتونو بدليدل او د اسلام له مبين دين څخه اوزاری استفاده كول وغندل.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې ټينګار شوے دے: هر ښاريز چې په هر دين او عقيده وی، په خپل سياسی انتخاب كښې پكار دی آزادانه عمل وكړی، خو په دې دوره كښې مو په ډيرې خواشينۍ سره وليدل چې اسلامی تنظيمونه او د جوماتونو امامان سياسی بحثونو ته داخل شوی دی او په خپله خوښه يا ناخوښه توګه په فرانسه كښې د اسلام د سياسی كولو لپاره موقعيت برابروی.
د وئيلو ده چې د فرانسې د جوماتونو ځينو امامانو د تيرې اونۍ د جمعې په خطبو كښې د دغه هيواد مسلمانان د ((فرانسوآ اولانډ)) حمايت ته رابللی وو. 992992