IQNA

16:22 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312210

د سعودی عربستان د سفارتخانې مخې ته د مصر د حقوقی فعالانو اعتراضی مظاهرې

بين المللی ډله: د مصر سياسی او حقوقی فعالانو د تيرې پنجشنبې په ورځ د آل سعود په سياستونو باندې په اعتراض كښې په قاهره كښې د سعودی عربستان د سفارتخانې په وړاندې مظاهرې وكړې.

د shorouknews د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر يو شمير سياسی او حقوقی فعالانو پرون د فيس بك په ټولنيزه شبكه كښې د بلنې په خپرولوسره د عربستان د پاچا د سپكاوی كولو په تور د مصری وكيل احمدالجيزاوی په نيول كيدو باندې په اعتراض كښې په قاهره كښې د دغه هيواد د سفارت مخې ته د مظاهرو د ترسره كولو غوښته وكړه.
په دغو مظاهرو كښې ګډون كونكو د احمدالجيزاوی په نيونې باندې د اعتراض په ترڅ كښې له مصر څخه د عربستان د سفير د وتلو غوښتنه وكړه.
د مصر حقوقی فعالانو همداراز د خپل هيواد له دولته وغوښتل چې د احمدالجيزاوی د آزادولو لپاره دې ژر تر ژره لاس په كار شی او له سياسی ډلو او ګوندونو ئې هم وغوښتل چې دغه مسئله دې بې له ځنډه د مصر په پارليمان كښې وڅیړی.
د دغه رپورټ له مخې احمد الجيزاوی له دې نه مخكښې په ټيليويژنی چينلونو كښې د عربستان په پاچا باندې د نيوكې او د دغه هيواد په جيلونو كښې د مصريانو د آزادۍ په موخه د آل سعود د حكومت پرخلاف په عدالت كښې د اپيل د تنظيمولو په خاطر، په عربستان كښې د عمرې د مناسكو د ترسره كولو په وخت ونيوے شو.992976

captcha