IQNA

16:21 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312212

په كويت كښې د قرآن په نړيوالو مقابلو كښې د ايران له استازيو څخه د رسنيو تود هركلې

بين المللی ډله: د كويت د قرآن د نړيوالو مقابلو دريمه دوره تيره اونۍ په داسې حال كښې پائې ته ورسيده چې په دغو مقابلو كښې ګډون كونكی ايران حافظان او قاريان د كويت د قرآن سره د مينې د ټولنو او د ډله ايزو رسنيو د تود هركلی سره مخامخ شول.

د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كويت د قرآن كريم د نړيوالو مقابلو درئمه دوره چې د ايران د اسلامی جمهوريت په شمول د نړۍ له ٧٠ هيوادونو څخه د ١٤٠ قاريانو او حافظانو په ګډون سره په دغه هيواد كښې د لسو ورځو په موده ترسره شوه،د تيرې اونۍ د شورو يا چارشنبې په ورځ د غوره كسانو په معرفی كولو سره پائې ته ورسيده.
د مقابلو په دغه دوره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت دوو نمائندګانو په كويت كښې د ايران د فرهنګی رايزنۍ په غږملتيا او همكارۍ سره ګډون وكړ. چې له دغو دوو كسانو څخه ١٦ كلن محمدجوادمحمدی مجد د ټول قرآن د حفظ په برخه كښې دريم مقام او ١٤ كلن رضاګلشاهی د قرائت په برخه كښې په ګډون كولو سره د سختې مقابلې نه پس ٧ مقام ترلاسه كړ. 992377

captcha