د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «letempsdz» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د اېټلی ولسمشر د روم د ستر جومات له مسئولانو او د دغه ښار د اسلامی مركز له غړيو سره په كتنه كښې د اېټلی په معاشره كښې د مسلمانو د ګډېدو په ضرورت باندې په تاكېد سره وويل: هم هغه ډول چې پوهیږئ چې په دې وروستيو كښې مې اردن ته سفر وكړ او په راتلونو څو اونيو كښې هم تيونس ته تلونكے يم چې د اېټلی او اسلامی هېوادونو ترمېنځ تعلقات مضبوط كړم.
همدارنګ د روم د اسلامی مركز مشر صالح بن محمد الغمدی د اېټلی د ولسمشر له توجه او كتنې څخه د قدرونې په ترڅ كښې څرګنده كړه: د روم له جومات او اسلامی مركز څخه د اېټلی د يو ډېر لوړرتبه سياسی چارواكی كتنه له مسلمانانو سره د تعلقاتو د مضبوطولو او د دغه هېواد د اوسېدونكو ترمېنځ سوله ايز ګډ ژوند كولو د روحیې د زياتولو لپاره د دغه هېواد د حكومت د ورغ نيت ښودنه كوی.
د نړيوالو هكماريو او ادغام وزير آندره آريكاردی چې په دغه كتنه كښې یې د اېټلی له ولسمشر سره ملګرتيا كوله په خپله وېنا كښې تاكيد وكړ: روم هم په تېرو وختونو كښې او هم په اوس حآل كښې د مختلفو دينونو د پېروكارو قبلونكے دے او د مسيحيت په پائېتخت كښې د يورپ د ترټولو ستر اسلامی مركز وجود د اېټلی لپاره يو وياړ ګڼل كیږی او دا د مسلمانانو قانونی حق دے نه د هغوی لپاره يو امتياز.
د يادونې ده چې د روم اسلامی مركز په يورپ كښې د مسلمانانو د ترټولو ستر مركز په توګه په ١٩٩٥ كال كښې د دغه هېواد د ولسمشر په لاس افتتاح شو او جورجيو ناپولیټانود اېټلی دويم ولسمشر دے چې له دغه مركز څخه كتنه كوی.
992738