د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت په سپاه پاسداران كې د اسلامی انقلاب ستر لارښود استازې ښاغلی يدالله اكبری پرون د ايران په مركز كښې په طبس دښتې كښې په ايران د امريكا د پوځی حملې د ماتی د كليزې په مناسبت په يوه پيغام كښې وويل د ايران وسله وال ځواكونه نن د امريكا په مشرۍ د استكباری قدرتونو له هر ډول پوځی لاسوهنې سره د مقابلې لپاره په كامل اقتدار كښې دی.
د ايران د اسلامی جمهوريت په سپاه پاسداران كې د اسلامی انقلاب ستر لارښود استازې ښاغلی جوانی په پيغام كښې ټينګار شوی دی د امريكا اقتدار په ۱۹۷۹ ميلادی كال كښې د امام خمينی رحمه الله عليه په مشر ۍ د ايران د اسلامی انقلاب له برياليتوب سره په يووخت له مينځه لاړه او په همدې اساس امريكا د۱۹۸۰ ميلادی كال په اپريل مياشت كښې كلكه اراده وكړه چې دپوځی پلانونو په اجرا كولو سره دايران اسلامی انقلاب له ماتی سره مخامخ كړی خو په دې لاره كښې په كامل ډول ناكامه پاتې شوه .
پرون د اپريل د مياشتې ۲۴ نیټه وه چې په طبس دښتې كښې په ايران د امريكا د پوځی حملې د ماتی كليزه وه .
۳۲ كاله وړاندې په همداسې ورځ امريكا د خپلو جاسوسانو د خوشی كولو په پلمه چې د امريكا د جاسوسۍ د ځالې د نيول كيدا په وخت نيول شوی وو په يو شمير هيلی كوپټرو او الوتكو سره په ايران حمله وكړه خو دغه هيلی كوپټرونه او الوتكې په طبس صحرا كښې د شګو له توفان سره مخامخ شوې او نسكورې شوې.
د دغو هيلی كوپټرو او الوتكو د نسكوريدا له كبله څو امريكايی عسكر مړه او پاتې نورې یې په ناكامۍ او رسواۍ سره د ايران له خاورې وتښتيدل.
992929