IQNA

د عربستان د قطيف ښار شيعه فعال غړې ونيول شو

18:30 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312263
نړيواله ډله: د عربستان د امنيتی ځواكونو د قطيف په ولايت كې په شيعه د ظلم او تاوتريخوالې لړۍ ته دوام وركړی دی او يو شيعه فعال كاركن ښاغلی صالح جعفر ال اسماعيل یې نيولې دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز "moltaqaa" یې نقلوی چې د عربستان د امنيتی ځواكونو د قطيف ولايت د الدبابيه ښار اوسيدونكی صالح جعفر اسماعيل یې د اتوار په ورځ نيولې دی.
د نيوللو نه پس یې دا كس نامعلومه ځای ته منتقل كړی دی او د هغو كورنۍ ته هم هیڅ پته نيشته چې هغه یې كوم بند كې بند كړی دی.
د ويلو دی چې د عربستان امنيتی ځواكونو همدارنګ د خالې په ورځ له صفوی ښاره محمد هاشم الموسوی او مرتضی هاشم موسوی هم نيولی دی او نامعلومه ځای ته یې منتقل كړی دی.
992777

captcha