IQNA

د بحرېن د خلكو غوښتنه د آل خليفه د كورنۍ څنګته كول دی

23:34 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312385
نړيواله ټولنه: په بحرېن كښې رامنځته شوی سياسی بدلونونه د بحرېن د حكومت د نۀ پراختيا موندنې په وړاندې د اسلامی هوښيارۍ په وجه دی او موجوده درز كولې شی تر ډېره حده پورې د واكدارانو په خلاف د بغاوت زمينه جوړوونكے شی. په بله معنا له يوې خوا د بحرېن د خلكو غوښتنه او له بلې خوا هغه چلند چې همدا اوس یې كتونكی يو د بحرېن د اوسنی حالت لازيات سختوونكے شوے دے.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په بحرېن كښې كړكېچ د ايرو تر لاندې هغه اور دے چې هره يوه پېښه د هغې د بيا غرغنډه كېدو سبب كېږی. كه څه هم د بحرېن واكداران په دې لټه كښې دی چې دغه احتجاجونه ځينې قومی، قبيله ای يا مذهبی اختلافات وښئ او د ځينو نمائشی اصلاحاتو په ترسره كولو سره د ولسی احتجاجونو لمبې مړې كړی، خو د خلقو اراده په بحرېن باندې د واكمن سياسی نظام په بدلونو باندې قائمه شوې ده. ځكه چې د اكثرو خلقو په رايو باندې ولاړ ډېموكرېټك نظام كولې شی داسې يوه زمينه برابره كړی چې هغوی وكړې شی خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره قدم پورته كړی.
په دې اړه مو د سياسی مسائلو له لوړرتبه كارپېژاندی مهدی مطهر نيا نه پوښتته وكړه نو هغۀ وويل:
هغه څه چې نن په بحرېن روان دی د حكومت په جوړښت كښې بدلون او تغير او د اكثريت خلكو په رايو باندې د يو ولاړ ډېموكرېټك نظام رامنځته كېدل دی. هغه څه چې په دې حالت كښې زيات اهميت لری په بحرېن باندې واكمن حكومتی خاندان او سياسی نظام كښې د بدلون او تغير لپاره د خلقو اراده ده، ځكه د خلكو په اكثريت رايوباندې ولاړ يو ډېموكرېټك نظام كولې شی يوه داسې زمينه رامنځته كړی چې خلق خپلو روا اهدافو ته په رسېدو كښې يو غوره او ازاد ژوند او په عېن حال كښې د خپل پام وړ ارښتونو باندې مبنی ژوند ترلاسه كړی.
993127
captcha