د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو رانژدې كيدو ته په پام سره دغه پړاؤ ته د داخل شوی رقيب د څنګته كولو لپاره د سياسی ګوندونو كوشش لاجدی شوے دے. خو هغه څه چې په دې مينځومان كښې له نورو موضوعاتو نه زيات څرګند او د پام وړ دی، هغه كوشش دے چې د قدرت څوكۍ ته له رسيدو څخه د اسلام پالو ډلو د حذفولو لپاره بڼه نيسی.
كه څه هم حسنی مبارك له مينځه تللے دے خو په مصر كښې په پخوانی رژيم پورې د پيئلی نظام د ساتنې لپاره پراخه هڅه او كوششونه روان دی. په دې وجه پوځی شوری د لويدیځ د سلطې او د مبارك د رژيم په استازيتوب كوشش كوی چې د قدرت په سر كښې د ځان د ساتلو له لارې هغه زاړۀ سياستونه جاری وساتی او د خلكو په غولولو او د امكان په صورت كښې د هغوی په ځپلو سره په قدرت كښې باقی پاتې شی. 992034