IQNA

20:31 - April 28, 2012
د خبر لمبر: 2313723

په جرمنی كښې د سلفيانو او وهابيانو په فعاليت باندې د دغه هيواد د كورنيو چارو د وزير نيوكه

بين المللی ډله: د جرمنی يا آلمان د كورنيو چارو وزير د برلين په ((په جرمنی كښې اسلام)) نومی كانفرنس كښې په خپل هيواد كښې د سلفی يا وهابی ډلې د فعاليت او په دغه هيواد كښې د هغوی له خوا د قرآن پاك د ميليونونو نسخو په ويشل كيدو باندې سخته نيوكه وكړه.

د مصر چاپ د «اليوم السابع» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د جرمنی د كورنيو چارو وزير هانس پیټرفردريش په دغه سيمينار كښې د وهابيانو په تفكر او انديشې باندې په سختې نيوكې سره ووئيل: وهابيان په هغو اقداماتو سره چې ترسره كوی ئې، داسې ښودنه كوی چې حقيقت يوازې د هغوی په واك كښې دے يعنې يوازې دوی په حقه دی، چې دغه كار د جرمنی د اساسی قانون خلاف دے.
په دغه كانفرنس كښې ګډون كونكو چې د حكومت او د اسلامی اتحاديو او سازمانونو نمايندګانو په كښې شتون درلود، په آلمان كښې د وهابيانو په فعاليتونو باندې سخته نيوكه وكړه او د دغه بهير د انحرافی تفكراتو په وړاندې ئې د دريدنې په لازموالی باندې تاكيد وكړ.
د هامبرګ پوهنتون يو اسلامی محقق ارسولاجونتر هم د وهابيت د منحرفو اقداماتو په هكله څرګنده كړه: كه څه هم په دغه كانفرنس كښې ګډون كونكو نه غوښتل چې د سلفيانو او وهابيانو د موضوع په هكله خبرې وكړی خو هغه اقدامات چې هغوی د دې كانفرنس د جوړيدو نه مخكښې ترسره كړل سبب شول څو دا موضوع د بحث او څیړنې وړ وګرځی.
دغه جرمن محقق په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې وهابيت د اسلام نمائنده نه دے، زياته كړه: سوچه او ریښتونے اسلام د وهابيت د اقداماتو تراغيزې لاندې راغلے دے خو ټول پكار دی پوه شی چې سلفيان او وهابيان يوازې يو وړوكے اقليت دے.
وهابی بهيرونه په اروپائی او امريكائی هيوادونو كښې په نفوذ سره په دغو هيوادونو كښې د خپلو تندلارو او انحرافی تفكراتو د پراختيا په لټه كښې دی.
د وهابيت انحرافی بهير چې د زياترو مسلمانانو له خوا ترټل شوے دے، اسلام نړيوالو ته د يو خشونت غواړی او ترهګر دين په توګه ښئی.
991868

captcha