IQNA

د بشر په ژوند كښې د خداےپاك د شتون دركول د هغۀ د وجودی پردو د څېړنې نتيجه ده

21:25 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314581
د تفكر ډله: د حوزې او پوهنتون استاذ د دې په بيانولو سره چې له انسان سره د خداے د نزدېكت له انسان سره د ذهن له نزدېكت سره د پرتلې وړ نۀ دے، وويل: هر كس چې خپلې ټولې وجودی زاویې وڅېړی نو خداے پاك به په هره ذره كښې حاضر او ناظر ووينی،دا د خلقت له عجائبو څخه دی چې مونږ له هغه كس نه په ډېره فاصله كښې يو چې هغه زمونږ په نسبت د نزدېكت په اوج كښې دے.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د حوزې او پوهنتون مدرس او د نويو څرګند شويو معنوی غورځنګونو په باب د نهو كتابونو ليكوال حجت الاسلام والمسلمين ډاكټر محمد تقی فعالی د ((دروغو عرفانونو د زيان پېژندنې)) د غونډو د لړۍ په لسمه غونډه كښې چې د ايران د اسلامی جمهوريت د محصيلينو د قرانی فعاليتونو د تنظيم په دفتر كښې جوړه شو وېنا وكړه.
فعالی د دالائی لاما د نوی پېدا شوی دين د بحث په دوام كښې څرګنده كړه: په تېره غونډه كښې وړومبے د دالائی لاما له ژوند سره په بيا د هغۀ د نظرياتو او تعليماتو سره متعلق خبرې مطرح شوې. په دې برخه كښې په دوو دليلونو سره د خبرو تفصيل وړاندې كیږی وړومبے دا چې په خوشحاله اوسېدو او خوشحاله ژوند كولو باندې مبنی د دالائی لاما افكار او نظريات په نړۍ كښې يو خاص او مهم مقام لری او دويم دليل دا چې د دالائی لاما معنوی مذهب هغه مذهب دے چې په هندی نويو راڅرګند شويو مذهبونو كښې تر ټولو وروستے مذهب مطرح كیږی نو ځكه هغه بحثونه چې په دې مذهب كښې مطرح كیږی يو ډول د هند د نويو راڅرګند شويو معنوی مذهبونو د ټولو مباحثو جمع بندی ګڼل كیږی.
هغۀ د دې په بيانولو سره چې په تېرو غونډو كښې د دالائی لاما د معنوی مذهب په اړه دوو ټكو ته اشاره شوې وه وويل: د دالائی لامه مذهب هم د هند د نورو نويو څرګند شويو معنوی مذهبونو په شان د تناسخ په اصل باندې ولاړ دے چې او دويم بحث دا ؤ چې د دالائی لاما د نظرياتو اصل د په مهاتما بدهـ او بدهـ مت كښې د رنځ په بحث باندې مبنی دے. د دالائی لامه مذهب هم د بدهـ مت دغه اصل ته دوام وركوی په بله معنا لاماازم د بدهـ ازم يو نوے روايت دے.
فعالی د دې په بيانولو سره چې د دالائی لامه له اصولو څخه دريم اصل چې له بدهـ مت نه اخېستے شوے دے او پكار دی په اسلامی اصولو سره تطبق او پرتله شی د خوشحالۍ اصل دے څرګنده كړه: هغه اعتقاد لری چې په دې دنيا كښې د انسان د ژوند مقصدله خوشحاله اوسېدو نه علاوه بل څه نۀ دی.
دغه محقق له قرانی ايتونو او احاديثو سره د دغې نظریې په پرتله كولو كښې زياته كړه: پكار دی اول پكار دی دا بحث وڅېړو چې خداے پاك د انسان د خالق په توګه په دې دنيا كښې د انسان له ژوند كولو څخه څه هدف تعقيبوی چې د قران شريف مباركو ايتونو او احاديثو ته په مراجعه كولو سره په دې پوهېږو چې په دې دنيا كښې د انسان له اسېدو څخه هدف يوازې يو څيز دے او هغه ((قرب)) يعنې نزدېكت دے.
هغه وويل: قرب يا نزدېكت دوه ډوله دے وړومبے له ماسوا او انسان سره د خداے پاك نزدېكت او دويم له خداے پاك سره د انسان نزدېكت. د قرب يا نزدېكت حقيقت عمودی دے په حقيقت كښې هم له خداےپاك سره د انسان قرب او هم له انسان سره د خداےپاك قرب مطرح كیږی.
د قرانی ايتونو له مخې خداے پاك له ماسوا او انسان سره دومره زيات نزدے دے چې حتی انسان یې فكر هم نۀ شی كولې. لكه فرمائی: «فَإِنِّی قَرِيبٌ» چې دا قرب مطلق قرب حسابیږی او له هیڅ قېد سره مقيد نه دے.
په دې دنيا كښې تر ټولو نزدے څيز چې له انسان سره نزدے تعلق لری په رګونو كښې د وينې بهير دے چې په دې وجه خداے پاك فرمائيل دی چې انسان ته له شه رګ نه هم زيات نزدے دے.
هغۀ زياته كړه د انسان تر ټولو درونی وجودی لايه د انسان قلب (زړۀ) دے او خداےپاك په مختلفو قدسی حديثونو كښې اشاره كړې ده چې د هغۀ ځاے او مقام د مومن انسان قه زړۀ كښې دے. اوس عجيبه دا ده چې انسان يو داسې موجود دے چې خداےپاك ورته ډېر نزدے دے او هغه له خداے پاك نه زيات لرې دے. يعنې دا د خلقت له عجائبو څخه دی چې مونږ له هغه كس نه په ډېره فاصله كښې يو چې هغه زمونږ په نسبت د نزدېكت په اوج كښې دے.
ښاغلی فعالی په اخېر كښې وويل: عارفانو په دې مطلب باندې زيات د نظر دقت لرلے دے چې څه ډول كېدې شی چې انسان له هغه چا څخه چې له هغۀ سره ډېر نزدے دے له هغۀ نه لرې وی. عارفانو تل كوشش كړے دےچې د دې مطلب له راز نه ډك او پېچيده اړخونه كشف كړی.
966889
captcha