IQNA

22:59 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314664
بين المللی ډله: د متحده ايالاتو د سينټ لويس ښار جيل د دغه مركز د ساتونكو له خوا د مسلمانانو ښځو د بې حجابه كولو په نسبت د دغه ښار د مسلمانو رهبرانو د اعتراض نه وروسته خپل د تفتيش سياستونه بدل كړل.
د STLtoday د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د امريكې د ميسوری ولايت د سينټ لوئيس ښار د جيل چارواكو په زوره د مسلمانانو ښځو د بې حجابه كولو په نسبت د مسلمانو مشرانو د نارضايتۍ د څرګندولو او اعتراض نه پس خپل د تحقيق او تفتيش سياستونه بدل كړل.
د دغه خبری سائیټ د رپورټ په اساس د دغه نوی سياست له مخې، د مسلمانو ښځو د سر پټونه به وړومبې په يوه غونډه كښې دجاجوله شی او بيا به هغوی ته اجازه وركړې شی چې د خپلې دوسیې يا كيس د تعقيبولو په موده كښې په سر باندې څادر ولری. 994309

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: