د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دغه بيانيه كښې راغلی دی د امريكايی پادرې دغه ناوړه اقدام د مذهبی كركې لامل شوی او د نړۍ د ملسمانانو كركه به هم په ځان پسې ولری ، دا هغه چاره ده چې د امريكا د حكومت لخوا ددغه ډول ناوړه اقداماتو په مخنيوی كې دنده لا در نوی .
د ايران د خارجه وزارت په بيانيه كښې راغلی دی ايران ددغه سپكاوې په وړاندې د نړيوالې ټولنې چټك ، په ډاګه او سخت غبرګون غواړی ، څو د امريكا حكومت له دغه ډول كلتوری جنايتونو د تكرار مخه ونيسی .
په دغه بيانيه كښې ويل شوی ، د ګوانتانامو او ابوغريب بندونو پیښو او په دی وروستيو كښې په بګرام كښې د قران د سوځولو په پیښو كښې د امريكايی عسكرو جنايتونه او ، ددغو جنايتونو له عاملانو سره د امريكایې چارواكو او حكومت چلند نه كول ددغو سپكاويو د دوام لامل دی ، چې امريكا بايد زر تر زره د اسلامی نړۍ له ملتونو بخښنه وغواړی.
996343