IQNA

علی لاريجانی: نړيوالې ټولنې بايد د علمی شخصيتونو د ټرور په اړه دریځ غوره كړی

21:04 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315477
سياسی ډله: د ايران د پارلمان مشر وويل د ايران ملت له نړيوالو ټولنو په تيره بيا له يونيسكو هيله لری چې په ډير شجاعت سره د ترهګرۍ په تيره بيا د ايران د اټومی ساينس پوهانو د ټرور په وړاندې دریځ غوره كړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی نن په تهران كښې د ملګرو ملتونو د زده كړې، علمی او كلتوری موسسې يونيسكو له مرستيال چيان تانګ سره په كتنې كښې د ايران د څو اټومی ساينس پوهانو ټرور ته په اشارې سره ويول ايران له نړيوالو ټولنو په تيره بيا له يونيسكو هيله لری په ډير شجاعت سره دترهګرو كارونو په وړاندې چې هدف یې دهيوادونودعملی او كلتوری شخصتيونو وژل دی دریځ غوره كړی .
د ويلو ده چې صهيونيسټ رژيم او امريكا په تيرو څو كلونو كښې د ايران څو اټومی ساينس پوهان ټرور كړی چې دغه چارې له امريكا او اروپايانو څخه دايران دخلكو نفرت زيات كړی دی .
996809
captcha