IQNA

د عربستان د بادشاه سره د مخالفت لپاره انټرنټي کمپين شورو شو

21:28 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315483
نړيواله ډله: د سعودی عرب د فعالانو يوې ډلې د سعودی عرب د وليعهد نايف بن عبدالعزيز په سياستونو باندې په اعتراض كښې په اېنټر نټ كښې د يوې بيانیې په جاری كولو سره باچائۍ ته د رسېدو لپاره له وليعهد سره د نۀ بېعت كولو كمپېن شروع كړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د awsatnews اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د سعودی عرب فعالانو د سعودی عرب د مدنی او سياسی حقوقو د انجمن ((حسم)) په اېنټرنټی سایټ كښې د كمپېن په شروع كولو سره د باچا په توګه د اوسنی وليعهد نايف بن عبدالعزيز سره د نۀ بيعت غوښتونكی شول.
د حسم انجمن د يو غړی فوزان الحربی په قول په دغه د خلكو ځپونكی او اساسی قانون، سياسی ګوندنه او مدنی ټولنې د ادارو نه لرونكی هېواد كښې چې پكښې په حكومت باندې دباؤ حرام دے له دغه كمپېن څخه هركلے د پام وړ دے.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې نايف د هېواد تر ټولو مستبد شاهزاده دے او له نورو نه زيات خلك شكنجه كوی او په رعب او دبدبه كښې یې ساتی.
دغه فعالانو په سعودی عرب باندې له واكمنې كورنۍ څخه غوښتی دی چې د باچا په توګه د شاهزاده نايف له ټاكلو څخه دې ډډه وكړی. ځكه چې دا اقدام د هغۀ په دغه ظالمانه او تيری كوونكو اقداماتو باندې د رضامندۍ په معنا دے.
995894
captcha