د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د «OCI» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر د صهيونېسټ رژيم په جېلونو كښې د فلسطينی اسيرانو د غوښتنو د منلو لپاره په دغه رژيم باندې د دباؤ راوړولو لپاره د ملګرو ملتو او د بشری حقوقو د مدافع تنظيمونو د فوری مداخلت غوښتنه وكړه.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې احسان اوغلو د فلسطينی اسيرانو د ازادولو په ضرورت باندې په پخلی سره وويل. صهيونېسټ رژيم فلسطينی ښاريز بې له هیڅ ډول عدالت او عارضی حوالاته محكوم كوی او ماشومان یې هم په جېلونو كښې د سياسی اقداماتو په جرم قېد كړی دی. د فلسطينی اسيرانو په وړاندې داسې موقفونه نړيواله ټولنه لوے مسئوليت ته متوجه كوی چې د صهيونېسټ رژيم جنايتونو او د دغه غاصب رژيم لخوا د بشری حقوقوخلاف ورزۍ ته خاتمه وركړی.
هغۀ د بيانیې په اخېر كښې د صهيونېسټ رژيم په جېلونو كښې د هغو اسيرانو چې یې د خوراك اعتصاب كړې دے د حال په سختوالی باندې سخته اندېښنه څرګنده كړې ده.
د يادونې ده چې د اسرائيلو په جېلونو كښې تقريباً يوزر پينځه سوو قېديانو له تېرو دوو هفتو څخه تر نامعلوم وخت پورې د خوراك په اعتصاب لاس پورې كړے دے.
996360