د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) الألوكة اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د فلپائن حكومت د اسلامی ازادۍ د محاذ د غوښتنې په منلو سره كوشش كوی چې د دغه ګوند وسله ايز پاڅونونه ارام كړی.
د فلپائن د حكومت د استخباراتو د تنظيم يو مشر مارفيك ليونين په دې حقله وويل: دواړو خوا يوه معاهده لاس ليك كړ چې پكښې د يو خپلواكه اسلامی حكومت د جوړولو لپاره د اسلامی ازادۍ د محاذ شرطونه ذكر شوی وو.
د دغه رپوټ له مخې له سياسی نظره دغه حكومت كورواكه او خپلواكه ګڼل كیږی او د فلپائن په قلمرو كښې به شمېرل كیږی.
996386