IQNA

21:30 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315487

د موريتانیې ولسمشر د اسلامی كتابونو د سپكاوی د عامل د سزا كولو غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: د موريتانيه ولسمشر محمد ولد عبدالعزيز پرون د غوئی د مياشتې په لسمه نېټه په يوه وېنا كښې د اسلامی كتابونو د سپكاوی د تور باندې د ازادۍ لپاره د مقاومت د طرحې د تنظيم دمشر د محاكمې غوښتنه وكړه.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «alakhbar» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره خبر وركړ: د موريتانیې ولسمشر پرون مازیګر عالمانو د جوماتونو امامانو او ښاريزو ته په خطاب كښې چې د اسلامی كتابونو په سپكاوی باندې په اعتراض كښې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په وړاندې راغونډ شوی وو وويل: حكومت په كامله توګه د اسلام له مبين دين او د قران شريف له اصولو څخه دفاع كوی او هر كس يا ډله چې د دغو تعليماتو بې احترامی وكړی په قطعی توګه به ورته سزا وركړې كیږی.
هغۀ زياته كړه د ازادۍ لپاره د مقاومت د طرحې د تنظيم د مشر بېرام ولداعبيدی لخوا د اسلامی كتابونو سوزول د مسلمان امت او د موريتانیې د حكومت په اعتقاداتو باندې يو ډول حمله ده او د دې اقدام عامل په په عدالت كښې محاكمه شی او د شرعی او مدنی قوانينو مطابق به یې فېصله وشی.
د يادونې ده چې د دغه هېواد امنيتی ځواكونو له د دغه هېواد د مسلمانانو له احتجاجی مظاهرو وروسته بېرام ولداعبيدی ونيوۀ چې په دې توجيه سره چې د دغو كتابونو ليكوالان په موريتانيه كښې غلامۍ قانونی ګڼی د غوئی د روانې مياشتې په اتمه نېټه د يو شمېر اسلامی كتابونو د سوزولو حكم جاری كړے ؤ.
996341
captcha