سياسی ډله: د ايران د حزب اسلامی عمومی منشی په انتخاباتو كښې د خلكو د پراخ ګډون پريمانه اغيزې او د نظام د بين المللی مانور د قدرت زياتيدو ته په اشارې سره ووئيل: د استنبول په غونډه كښې د نظام د لاسته راوړنو يوه ستره برخه د پارليمان د نهمې دورې د انتخاباتو په وړومبۍ مرحله كښې د خلكو د پراخ ګډون په بركت وه، په دې اساس د خلكو ګڼ شمير شتون كوې شی د بغداد په غونډه كښې د دغو كاميابيو په دوام كښې يو ټاكونكی رول ولوبوی.
د ايران د حزب اسلامی عمومی منشی ابوالقاسم رؤفيان د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د اسلامی شوری د جرګې نهمې دورې د انتخاباتو د دويم پړاؤ د اهميت په هكله ووئيل: د انتخاباتو نفس اړتيا لری چې په وړومبۍ او دويمه مرحله كښې د هیڅ توپير قائل نه شو ځكه چې په وړومبۍ مرحله كښې چې يو شمير كانديدان پارليمان ته داخل شول او اوس د پارليمان د نهمې دورې د استازو په توګه مطرح دی او څه هغه كسان چې دوئمې مرحلې ته داخل شوی دی، ټاكل شوې ده چې د پارليمان د يوې كرسۍ مسئوليت د څلورو كالو په موده په غاړه واخلی چې دا يو مهم كار دی.
دوی په دوام كښې ووئيل: نو بس دا مسؤليت يو دروند امانت دی چې د خلكو له خوا غوره شوی كسان پكار دی په دغه امانت كښې خيانت ونه كړی. جوته ده چې هرڅومره چې يو كانديد په زياتو رايو سره پارليمان ته لاره پيدا كړی په هومره زياتې مينې سره كوې شی د زياتې نمائندګۍ په دندو باندې عمل وكړی.
دوی ټينګار وكړ: په قطعی توګه د ٥+١ ډلې سره د استنبول په غونډه كښې د نظام كاميابۍ او لاسته راوړنې د پارليمان د نهمې دورې د انتخاباتو په وړومبی پړاؤ كښې د خلكو د پراخ شتون په بركت وې. په دې لار كښې مونږ د غبرګولی يا جوزا د مياشتې په دريمه نیټه د بغداد غونډه په مخكښې لرو چې په دې اساس د انتخاباتو په دويم پړاؤ كښې د خلكو پراخ ګډون او هركلې د دغو كاميابيو او برياليتوبونو په دوام كښې ټاكونكی كيدې شی. 995493