د «risalehaber»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د روانې ميلادی مياشتې په وروستيو كښې په شكاګو كښې د ترسره كيدونكې د ناټو په غونډه كښې د صهيونيسټی رژيم د شتون سره د تركیې د مخالفت نه وروسته د تركیې دولت د ناټو په دغه راتلونكې غونډه كښې د اروپا د اتحادئې د چارواكو ګډون د اسلامی همكارۍ د سازمان د عمومی منشی د شتون سره مشروط كړ.
د تركیې د بهرنيو چارو د وزارت يو لوړ رتبه چارواكی د دغه هيواد د (وخت) ورځپاڼې سره په مركه كښې ووئيل: د اسلامی همكارۍ سازمان په افغانستان پورې د اړوندو ستونزو د رفع كولو لپاره ډير زيات كوششونه كړی دی او د دغه اسلامی ارګان د لوئې مدير شتون د ناټو په راتلونكې غونډه كښې د اروپا د اتحادئې د چارواكو د ګډون د اجازې د صادرولو لپاره د يو شرط په توګه اعلان شوی دی خو په دې زمينه كښې تراوسه پورې موافقې ته نه يو رسيدلی. 996748