IQNA

د نوبل انعام ګټونكی د تركیې په پارلېمان كښې د حجاب د ممنوعيت د قانون د لغو كېدو غوښتنه وكړه

22:29 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316384
نړيواله ډله: ((د يمن سياسی فعال، جرنلسټ او په ٢٠١١ كښې د نوبل انعام ګټونكی توكل كارمان د تركیې په پارلېمان كښې د له حجاب څخه د استفادې د ممنوعيت د لغو كېدو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Press TV» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړكارمان د تركیې په پائتخت آنكرا كښې د دغه هېواد د خبريالانو لخوا د تركیې په پارلېمان كښې د له حجاب او پردې څخه د استفادې د ممنوعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دا مطلب بيان كړ.
دغه يمنې فعال وويل: هغه مسلمانې ښځې ې له اسلامی ستر څخه استفاده كوی پكار دی احترام یې وشی او پكار دی د پارلېمان په ودانۍ كښې په اسلامی ستر او پردې سره په ازاده توګه شتون ولرلې شی.
هغۀ زياته كړه زۀ فكر كوم چې ښځې پكار دی په ټولو سياسی او اجتماعی ډګرونو كښې په ازادانه توګه موجودګی ولری او د حجاب او ستر لرل د هغوی د فعاليتونو لپاره څه خنډ نۀ وی.
997407
captcha