د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «today news» د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: د فيفا نوی مرستيال علی الحسين بن علی وويل: د مسلمانو ښځو د سر پرده او ستر پ المپېك سياليو كښې د هغوی د شتون خنډ نۀ شی جوړېدې او دغه سيالۍ به يو فرصت وی چې مسلمانې ښځې خپل قابليتونه د نړۍ د خلكو لپاره په ډاګه كړې شی.
هغۀ د دې سوال په ځواب كښې چې د مسلمانو ښځو له حجاب او ستر څخه د ممنوعيت له مخنيوی په لړ كښې څه اقدامات شوی دی وويل: د فيفا په غونډه كښې طراحانو او كارپېژاندو د ښځو د حجاب لپاره نوې طرحی وړاندې كړې. له دغه نوی لباس او حجاب څخه به په ورزشی سياليو كښې له لا زياتو څېړنو او تائيد نه پس استفاده وشی.
د ويلو ده چې په ٢٠٠٧ كال كښې فيفا د حفاظتی مسائلو په بهانه له اسلامی حجاب او ستر څخه له استفادې څخه مسلمانې ښځې بې برخې كړې. په داسې حال كښې چې تېره مياشت یې ښځو ته اجازه وركړه چې په سياليو كښې له اسلامی حجاب او ستر سره ګډون وكړی. ټاكلې شوې ده دغه تنظيم د مسلمانو ښځو لپاره له اسلامی حجاب څخه د استفادې د حق په حقله يوه غونډه د زمری په مياشت كښې تشكيل كړی.
996911