IQNA

د بشری حقوقو څارونكی تنظيم په اماراتو كښې د اسلام پالو د ازادولو غوښتنه وكړه

22:30 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316389
نړيواله ډله: د نړيوالې عفوې تنظيم او د بشری حقوقو څارونكو پرون د غوئی د مياشتې په يولسمه نېټه د يوې ګډې بيانیې په جاری كولو سره په متحده عرب اماراتو كښې د نهو تنو اسلام پالو كسانو د ازادولو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((النهار الجديد)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د نړيولې عفوې تنظيم او د بشری حقوقو څارونكی تنظيم په غه بيانيه كښې له اماراتو څخه وغوښتل چې په جېل كښې نهه تنه اسلام پالی كسان چې د دغه هېواد له اخوان المسلمين سره نزدې د اصلاح نومې انجمن غدی دی ازاد كړی.
دغو تنظيمونو په اماراتو كښې د احتجاج كوونكو د نيولو د لړۍ په بندولو باندې په تاكيد سره اعلان وكړ. اماراتی اسلام پالی د بيان د ازادۍ له حق څخه د دفاع په خاطر نيول شوی دی او هیڅكله یې تشدد ته بلنه نه ده وركړې.
د اماراتو چارواكو د ازادۍ او عادلانه غوښتنو په اړه د هر ډول ازادی غوښتنی غږ د ځپلو د سياست په چوكاټ كښې له دغه غږ سره مخالف كوی . دوی حتی له واكمن خاندان څخه شېخ سلطان بن كايد القاسمی ته هم د مخالفت اجازه ورنكړه.
997344
captcha