IQNA

د "خالق سره" نومې كتاب په پښتو كې ژباړه وشوه

22:50 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316394
د تفكر او نظر ډله: په افغانستان كې د ځان پيژندنی او خدای پيژندنی په باره كتاب "خالق سره" په پښتو كې ژباړې نه پس چاپ شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا كتاب د هندوستان ليكوال ښاغلی جې پی واسوانی ليكلی دی او 118 مخونه لری او دا كتاب ښاغلی ذبيح الله اقبال په پښتو كې ترجمه او چاپ كړ.
د كتاب ژباړونكی د دې كتاب د ترجمې كولو سبب په بيانولو سره وويل چې د دې كتاب د ځان پيژندنی او خدای پيژندنی موضوعاتو ډيره نفسياتی شننه شوی ده.
د ويلو ده چې ښاغلی جې پی واسوانی يو هندو ليكوال دی خو د هغه ټولې خبرې اسلامی تعليماتو سره مطابقت لری او همدغه د اسلامی تعليماتو د برحق دين دليل دی د ليكوال باور دی چې د ژوند ټول مشكلاتو سببب د انسان خپل عمل دی، خدای ډير رحيم او كريم دی او د هغه رحمت تل جاری او دوام لرونكی دی.
996448
captcha