د اماراتو چاپ «الاتحاد» ورځپاڼې له قوله د ايران دقرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نندارتون د شارجې د سنيو د مؤسسې د رئيس شيخ سلطان بن احمدالقاسمی او د يوشمير نورو ځائی چارواكو په شتون سره خپل كار پيل كړ.
دغه نندارتون د شارجې د اسلامی تنظيم له خوا د اسلامی خطی نسخو په هكله د تحقيق د څلورمې آموزشی دورې سره په يو وخت جوړ شو ے دے.
د شارجې د اسلامی تنظيم عمومی منشی ماجدبوشليبی په دې هكله ووئيل: د مسجدالنبی(ص) د كتابتون خزانې نومې نندارتون او د خطی نسخو آموزشی دوره د اسلامی ارزښتونو د پياوړتيا په موخه د شارجې د اسلامی انجمن د سياستونو په لاره كښې ترسره كیږی.
دۀ په دوام كښې زياته كړه: دغه تنظيم د اسلامی ميراث د احيا او د خطی نسخو په هكله د تحقيق په موضوع سره د يوشمير نشريو په چاپولو سره د عربی هيوادونو د دينی او فرهنګی ځانګړتياو د حفاظت لپاره كوشش كوی. 994924