IQNA

له ايمانه د انسان ليرې كول د انسانيت پرخلاف ترټولو ستر جنايت دے

23:16 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316405
بين المللی ډله: هغه ترټولو ستر جنايت او ظلم چې په وروستيو سليزو كښې د انسان پرخلاف ترسره شوے دے، له ايمانه د انسانانو ليرې كول وو او دی.
د دين او اوسنۍ بيداری نومې نړيوال كانفرنس د ترسره كيدو له ځايه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اهل سنت په چارو كښې د ايران د جمهوررئيس سلاكار مولوی اسحاق مدنی نن په دغه سيمينار كښې په يولړ ويناو كښې څرګنده كړه: ايمان د ظلم نه ساتونكے عامل او هغه وسيله ده چې انسان له جرم،جنايت او د نورو په حقوقو باندې له تيری كولو نه ساتی.
دوی په خپله وينا كښې ووئيل: ايمان په ټولو زمينو كښې انسان د ټولنې مرسته كولو او نورو ته د خير رسولو په لور هدايتوی.
مدنی په دوام كښې زياته كړه: د نړۍ تاريخ ته يوه كتنه ښودنه كوی چې هر كله چې په نړۍ كښې ايمان رواج شوے او د ايمان خاوندانو په نړۍ باندې واكمنی لرلې ده، هغه دورې د تاريخ ترټولو غوره دورې وې او دی او بلې خوا ته د بشری تاريخ ترټولو بدې دورې هغه وخت وی كله چې په ټولنه كښې د ايمان رول كم او پيكه شی.
د وئيلو ده چې (دين او معاصره بيداری) نومې دوه ورځنې نړيوال كانفرنس د ايران د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان د دينونو د خبراترو د مركز په همت نن د بهرنيو چارو په وزارت كښې پائې ته ورسيد. 997839

captcha