د altaghyir خبری سائیټ له حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: سعودی ځواكونو د تلاشۍ په يوه پوسته كښې چې العواميه ښار ته په تلونكی سړك كښې ئې جوړه كړې وه، د شيعه مسلمانو ځوانانو يوه ډله له ګاډو نه راكوزه كړه او هغوی ئې ووهل او كنځل ئې ورته وكړل.
سعودی ځواكونو همداراز د العواميه ښارګوټی ځينی نور اوسيدونكی هم وهلی او ټكولی دی.
سعودی امنيتی ځواكونو د قطيف په شيعه ميشت ولايت كښې د ٢٠١١ كال د فرورۍ په ١٧ د دغه ولايت د اوسيدونكو له خوا د مظاهرو د ترسره كيدو نه پس د تلاشۍ يو شمير چيك پوسټونه جوړ كړی دی او په دغو سيمه كښې ئې ګڼ شمير امنيتی ځواكونه ځائې پر ځائې كړی دی. 997457