د سفيرنيوز خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د مسلمانانو شوری نن سهار د يوې بيانیې په خپرولو سره د فرانسې د پولو د ساتلو لپاره په وړومبی او دوئم نړيوال جنګ كښې د وژل شويو مسلمانو سرتيرو د قبرونو د حرمت د سپكاوی د غندلو په ترڅ كښې د دغه كار ترسره كونكی هغه نژاد پرستان وبلل چې له اسلامه ويرونه رواجوی.
د فرانسې د مسلمانانو د شوری رئيس محمدموسوی د دغې بيانیې په يوه برخه كښې ټينګار وكړ: دغه شوری د فرانسې د ټولو مسلمانانو په استازيتوب د اسلامی قبرونو سپكاوې او د (كاروس) ښار د اديرې په ديوالونو باندې د اسلام د دين د منونكو پرخلاف د شعارونو او نعرو ليكل په كلكه غندی او اعلان كوی چې دغه سپيره كار د هغو كسانو له خوا ترسره شوے دے چې له اسلامه د ويرونې څخه د رامينځته شوې يوډول نژاد پرستۍ سره مخامخ دی.
دوی زياته كړه: د فرانسې د مسلمانانو شوری د مسلمان سرتيرو د كورنيو سره خپله خواخوږی اعلانوی او ټينګار كوی چې د فرانسې مسلمانان پكار دی د داشان اقداماتو په وړاندې په قهر نه شی او د تفرقې او لانجو په دام كښې راګير نه شی.
يادونه كیږی چې نامعلومو كسانو پرون د نيس ښار په اطرافو كښې په كاروس نومی قبرستان باندې په حملې سره د دغې اديرې په ديوالونو او قبرونو باندې د مسلمانانو پرخلاف يوشمير شعارونه وليكل. 997580