IQNA

23:15 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316412

د انقلابيانو پرخلاف د آل سعود كينه، په قاهره كښې د عربستان د سفارتخانې د بنديدو علت دے

بين المللی ډله: د مصر د انقلاب د برياليتوب او د دغه هيواد د ډيكټاټور حسنی مبارك د پرزيدو نه پس د آل سعود د رژيم د چارواكو په زړۀ كښې د مصر د خلكو سره بغض او كينه پيدا شوه، دا شان چې د دغه هيواد د سفارت په وړاندې د مصری انقلابيانو وروستۍ مظاهرې ئې و نه زغملې شوې او په قاهره كښې ئې خپله سفارتخانه بنده كړه.

د مصر شيعه شناندی، محقق او ليكوال احمدهلال د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه ټكی په بيانولو سره ووئيل: د آل سعود د رژيم چارواكو د مصری وكيل او فعال احمدالجيزاوی پرخلاف په دسيسه جوړونې سره دے د نشې د ګولو د ساتلو په تور ونيوه، په داسې حال كښې چې دغه مصری وكيل يوازې د عربستان په پاچا باندې د نيوكې او د مصريانو د حقوقو د دفاع كولو په وجه نيول شوے او د آل سعود د چارواكو څرګندونې د دروغو او توطئې نه پرته بل څه نه دی او د هغوی چل ول او دوكه كاملا څرګنده ده.
دۀ زياته كړه: سربيره پردې چې مصری مسئولان د مشكلاتو د حلولو په لټه كښې وو خو د آل سعود چارواكو په قاهره كښې خپله سفارتخانه او په سكندريه او سوئز ښارونوكښې ئې خپلې كونسولګرۍ بندې كړې او دا كار ښودنه كوی چې د آل سعود رژيم په خپلو ناخوښو اعمالو باندې اعتراف كولو او بخښنه غوښتنې ته حاضر نه دے. 995720

captcha