IQNA

په افغانستان كې «په قران او عهدينو كې د وحشی ګری څیړنې» نومې كتاب چاپ شو

18:11 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317195
د كلتور او هنر ډله: «په قران او عهدينو كې د وحشی ګری څیړنې» نومې كتاب د ښاغلی عبدالحميد محمدی په لاس ليكلی كتاب د 1000 شمير سره او 192 مخونو سره د الهدی نړيوال خپرندویې لخوا په افغانستان كې چاپ اوخپور شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی چې د كتاب ليكوال د قران پاك د ايتونو نه په استفادې سره او د نورو دينونو كتابونو سره د هغه مقايسه په څیړنی د اسلام د سولې غوښتنې او د سالم دين په توګه جاجولې دی او هغه تهمتونه چې د اسلام دښمنانو قران او اسلام باندی لګولی دی هغه ټول یې رد كړی دی.
همدارنګ ليكوال د قران پاك له مختلفو ايتونو څخه په استفادی سره چې په هغو ايتونو كې یې مسلمانان د قتل او د بې ګناه كسانو د وژلو څخه منعه شوی دی دا یې د دين اسلام د رحمت او بركت نخښه بللی دی او ثابته یې كړی دی چې د اسلام دين سولې غوښتونكی او د ورورولې سره د ژوند تيرولو حامی دی.
997654
captcha