IQNA

18:10 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317196

د تاتارستان په جامې جومات كې د قران پاك د قرائت مقابلی تر سره شوی

د قرانی كارونو ډله: په جمهوريه تاتارستان په نيژنيكامسك ښار په جامې جومات كې په اته ويشتم اپريل د قران پاك د قرائت مقابلې تر سره شوی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې مقابلو كې له پينځلسو كلونو زيات عمر كسان په مختلفو عمرونو كې نږدې اتيا كسان ګډون كوی د دې مقابلو په فيصله كوونكی كمیټۍ د جامې جومات خطيب ښاغلی رسول خير الدين اف، د روس اسلامی پوهنتون كزان د قرانی علومو استاذ ښاغلی عبدالجليل قاسم او د تاتارستان مشهور قاری علی ياوشيت شامل دی دغو كسانو په دې مقابلو كې ګډون كوونكو مهارتونه وليدل او په پای كې ېې ګټونكو او بريا كسانو ته انعامونه وركړل.
996951
captcha