IQNA

په هندوستان كې د بی بی زينب(س) د سيرت په اړه يوه ناسته تر سره شوه

18:11 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317209
د علم او تفكر ډله: د هندوستان په لكهنو ښار كې د اپريل په ديرشمه نیټه د د بی بی زينب(س) د سيرت او كردار په اړه يوه ناسته تر سره شوه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له جنوب لويدیځی ايشيا څخه یې نقلوی د "امامیہ" ښوونيزې ادارې په كوششونو سره يوه ناسته تر سره شوه چې پكښې د بی بی زينب سلام الله عليها د ژوند مختلف اړخونه وجاجول شول.
د لكهنو نامتو دينی عالم حجت الاسلام و المسلمين "علی حسين قمی" د حضرت بی بی زينب سلام الله عليها د اخلاق او سيرت ته په اشارې سره څرګنده كړه چې بی بی زينب سلام الله عليها د اسلام حفاظت لپاره ټول مصيبتونه او مشكلات په ځان واخستل او د هغه كورنۍ ډير قدرمن او مخلص كسان او ملګری په كربلا پیښې كې په شهادت ورسيدل.
هغه د بی بی زينب سلام الله عليها د لوی صبر ته په اشارې سره وويل چې په كربلا كې ميدان كې د بی بی زينب پيغام دا ؤ چې د مصيبتونو او مشكلاتو په وخت صبر سره سره د قران پاك او اسلام دين احكام او قوانينو پيروی هم ضروری دی.
997506
captcha