د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كښې د اوس مهاله بيدارۍ او د دينونو په نړيوال كانفرنس كښې ګډون كونكو بيا په تيره د لبنان يو عيسایې پوهاند پرون مازیګر د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پاې كښې د يوې بيانیې په خپرولو سره هغه اګاهانه ټولنيز پاڅونونه چې نن په ځينو ټولنو كښې ليدل كیږی په سياسی، ټولنيزو او اقتصادی ډګرونو كې د اوس مهاله انسان په غوښتنو او ګروهنو كې د اساسی بدلون نخښه وبلله.
په دغه بيانیې كښې ويل شوی دی چې له ټولنيزو غورځنګو د ملاتړ او په ټولنه د دينی تعليماتو د اغيز شيندلو لپاره د ممكنو لارو چارو بيانول او په ټولنه كښې د دينی تعليماتو د عملی كولو او د دين د مقام په بيانولو كښې د متفكرانو او مشرانو رول ډير زيات اهميت لری.
د اوس مهاله بيدارۍ او د دينونو نړيوال كانفرنس د نړۍ د څوارلسو هيوادونو د مذهبی دينونو د استازيو او متفكرانو په شتون سره په اوس مهاله بيدارۍ كښې د دينی مشرانو په مقام او رول د غور په هدف سره په تيرې دوشنبې ورځ پيل او پرون پاې ته ورسيد.
997383