د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ ((الديار)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ. د لبنان د شيعه مسلمانانو د عالی شوار د مشر مرستيال آيت الله عبدالامير قبلان چې د اسلامی – مسيحی خبرو اترو د ډلې له يو پلاوی او په بېروت كښې د ډنمارك د سفير په شمول د دغه هېواد له يو پلاوی سره د لبنان د شيعه مسلمانانو د عالی شورا په مركز كښې په يوه كتنه كښې خبرې كولې د تعصب چې د انسان او انسانی ټولنې په ضرر دے د ختمولو په ضرورت باندې تاكيد وكړ.
آيت الله عبدالامير قبلان په دوام كښې د امريكائی پادری تری جونز لخوا د قران شريف د سوزولو اقدام په سختۍ سره وغاندۀ او وې ويل:د تری جونز دغه اقدام ډېر وحشيانه دے او له دين سره هیڅ تعلق نۀ لری.
د لبنان د شيعه مسلمانانو د اسلامی عالی شوران د مشر مرستيال څرګنده كړه: دغه امريكائی پادری د بيان له ازادۍ څخه ناوړه استفاده كړې او په يو داسې وحشيانه اقدام یې لاس پورې كړ چې د انسانی رازښتونو او انسانی او دينی تعليماتو په خلاف اقدام دے.
هغۀ زياته كړه: د تری جونز دا اقدام دا تقاضا كوی چې مسلمانان او مسيحيان د عمل مېدان ته راووځی او دغه منحرف پادری د خپل شرمناك جنايت په خاطر محاكمه كړی.
هغۀ په اخېر كښې څرګنده كړه: مونږ مسلمانانو او مسيحيانو ته پكار دی دوو اړخيزو تعلقاتو ته پراختيا وركړی او په لويدیځ كښې دې د اسلام او مسيحيت له سپكاوی سره مبارزه وكړی او زۀ په دې خبره باندې پخلے كوم چې د خداے ګران رسول (ص) حضرت محمد مصطفی (ص) او حضرت عيسی (ع) د انسانانو لپاره رحمتونه وو.
997276