IQNA

د دين او كلتور په ډګر كښې د قزاقستان او تاتارستان د همكاريو پس منظر وڅېړلے شو

21:36 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317237
د فكر او علم ډله: د قزاقستان او تاتارستان جمهوريتونو نمايندګانو په يوه غونډه كښې چې د تاتارستان د مسلمانانو په چارو باندې د غور كولو په دينی اداره كښې د غوئی د روانې مياشتې په نهمه نېټه جوړه شوه د دين او كلتور په زمينه كښې د دوو اړخيزو ملګرتياو د سطحې د اوچتولو څه رنګوالے وڅېړلې شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د تاتارستان پائېتخت قازان ښار ته د قزاقستان د آكيوبېنسك صوبې د امام او دينی خطيب عبدالمطلب دوارن بك اف په شمول د يو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ د دغې صوبې د مشر ارشميدس محبت اف په سفر كښې د دين او كلتور په ډګر كښې د دوو اړخيزو همكاريو د پراخيتا لارې چارې وڅېړلې شوې.
د دغه رپوټ له مخې د تاتارستان د مفتی اعظم مرستيال عبدالله ادهم اف، د قازان د ښار قاضی مارات شراف الدين اف د دغه هېواد له دينی تنظيمونو سره د همكارۍ په چارو كښې د ولسمشر د دفترمدير مارات ګاتين د دغې غونډې له نورو ګډون كوونكو څخه وو.
997416
captcha