د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) و رپوټ له مخې د اسلامی مذاهب د نزديكت د نړيوالې ټولنې مرستيال محمد حسن تبرائيان پرون د غوئی د مياشتې په دولسمه نېټه د دين او معاصره بېداری نومې نړيوال سيمينار كښې په خپله وېنا كښې وويل: انسانان پكار دی د اجتماعی موجوداتو په توګه د خپلو ارتباطاتو په ترڅ كښې د متقابل مودت، بردبارۍ او اطمينان په رڼا كښې يو بل ته خپلې تجربې منتقلې كړی.
هغۀ څرګنده كړه: دينونه د وخت په تېرېدو سره له محدوديت څخه راووتل او نړيوال شكل یې اختيار كړے دےاود اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د ګډ او سوله ايز او ورورولۍ د ژوند نظريه وړاندې كړه. اسلام مسلمانانو ته د اسلامی مذاهبو د نزديكت سپارښته كړې ده چې له تفرقې نه ډډه وكړی او د نورو د ارزښتونو احترام دې وكړی او همفكری او د معلومات تبادله دې اختيار كړی. اسلام د كامل امنيت، عدالت ، ازادۍ او د انسانانو د حقوقو د احترام مدافع دے.
هغۀ په اخېر كښې په ګوته كړه چې اسلام څه نوے دين نۀ دے بلكې د خلقت له هم هغې ابتداء څخه دے. تېرو پېغمبرانو به هم دا دين تبليغوۀ. له دې سره سره د قران شريف له مخې د اسلام د دين په قبلولو كښې هیڅ جبر وجود نه لری.
998536