IQNA

د قرآن د حرمت سپكاوې د اسلام سره د امريكائی كشيش د بغض او كينې د ژورتيا ښودونكے دے

22:46 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317260
ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی شوری د جرګې د فرهنګی او كلتوری كميشن رئيس ټينګار وكړ: د قرآن كريم د حرمت سپكاوې د هغه بغض او كينې د ژورتيا بيانونكے دے چې دغه كشيش او د دۀ په شان نور كسان ئې د اسلام سره لری او دغه ډول اقدامات مسلمانان په خپلو عقائدو باندې په عقيده كښې لا رښتونې او د قرآن د دفاع په عقيده كښې ئې لا كلكوی.
د ايران د اسلامی شوری د جرګې د فرهنګی او كلتوری كميشن مشر علام علی حدادعادل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې پوښتنې په ځواب كښې چې آيا د داشان اقداماتو د مخنيوی لپاره د اسلامی شوری د جرګې د فرهنګی كميشن له خوا كوم اقدام په نظر كښې نيول شوے دے؟ ځواب وركړ: دغه حركت دومره ناوړه او سپيره دے چې ټول خلك په تيره بيا د اسلامی شوری د جرګې استازی او كلتوری كميشن ئې په كلكه غندی.
د ايران د اسلامی شوری د جرګې د فرهنګی او كلتوری كميشن مشر د خپلو ويناؤ په دوام كښې ټينګار وكړ: دغه سپيرۀ اقدام د هغې كينې ښودنه كوی چې دغه پادری او د دۀ په شان ځينی نور كسان ئې د اسلام سره لری او دغه ډول اقدامات مسلمانان په خپلو عقائدو باندې په عقيده كښې لا رښتونې او د قرآن د دفاع په عقيده كښې ئې لا كلكوی.
د ايكنا د رپورټ له مخې د روانې غوئی د مياشتې په ٩ نیټه امريكائی سپكاوی كونكی پادری ټيری جونز په فلوریډا ولايت كښې د ګينزويل كليسا مخې ته يوځل بيا د مسلمانانو د مقدس كتاب قرآن پاك څو نسخې وسوزولې چې د دغې پیښې په وخت په دغه ځائې كښې ٢٠ تنه نور هم موجود وو.
په زړه پورې دا ده چې د ګينزويل ښار پوليسی ځواكونو چې په دغه ځائې كښې موجود وو د جونز د دغه كار د مخه نيولو لپاره هیڅ كار ونكړ او د مسلمانانو د آسمانی كتاب د څو نسخو د سوزول كيدو نه پس يوازې د اور وژنې او پوليسو ځواكونه په جونز پسې لاړل او د كتاب د سوزولو په وجه ئې دی ٢٧١ ډالر جرمانه كړ.
د خواشينۍ خبره دا چې د ګينزويل د اوروژنې د ادارې د رئيس جين پرنس په وينا، ټيری جونز د اور لګولو اجازه لرله خو د كتاب د سوزولو اجازه ئې نه درلوده، په دې وجه چې د كتاب پلاسټكی او نور كيماوی مواد او ايره د ژواك چاپيريال لپاره زيانمنونكې كيدې شی. 997314


captcha